
د ایکنا د راپور له مخې چې د «مسلمون حول العالم» له چینل څخه یې نقل کړی راغلی دي، د بوسنیا ملي امفي تیئټر چې د هېواد په مرکزي ښار زینیتسا کې موقعیت لري، د قرآن کریم د زده کړې د ښوونځیو د تعلیمي کال د پای د جشن کوربه و.
دا مراسم د زینیتسا د اسلامي مشیخت له خوا د قرآن کریم او اسلامي علومو د نوي تعلیمي کال د پای ته رسېدو په مناسبت جوړ شوي وو.
په دغو مراسمو کې کابو ۵۰۰ هلکانو او نجونو زدهکوونکو ګډون کړی و چې د قرآن کریم د زده کړې درېیم پړاو ئې بشپړ کړی و.
همدارنګه ۷۹ ښوونکي چې د دوي د روزنې او زدهکړې مسؤلیت یې درلود، په دغو مراسمو کې حاضر وو.
د بوسنیا او هرزګوینا د اسلامي مشیخت د قرآن او ځوانانو د څانګې مشر، Enis Sefraka، په خپلې وینا کې د رسول الله(ص) هغه حدیث ته اشاره وکړه چې فرمایي: «زه د ښوونکي په توګه رالېږل شوی یم.»
هغه ټینګار وکړ چې د اسلام پیغام د تعلیم او روزنې پر بنسټ ولاړ دی.
له بلې خوا، د زینیتسا مفتي،ملودین دیزدراویچ( Molvudin Dizdarevic) وویل:«د قرآن د زدهکړې ښوونځي (کتابونه) د مسلمانې ټولنې د دیني، اخلاقي او فرهنګي هویت د ساتنې له مهمو مرکزونو څخه دي.
هغه زیاته کړه:«ماشومان د دغو ښوونځیو له لارې هغه ارزښتونه زده کوي چې د ټول عمر لپاره ورسره پاتې کېږي او هغوی د مسؤلیت منلو او ټولنې ته د خدمت کولو پر لور هدایت کوي.
په دغو مراسمو کې د غوره زدهکوونکو ستاینه هم وشوه او هغوی ته د «د کتاب ویاړ» جایزه ورکړل شوه.
له هر جومات یا تعلیمي مرکز څخه یو زدهکوونکی د هڅو، ژمنتیا، تعلیمي پرمختګ او ښه چلند له امله وټاکل شو او وستایل شو.
د مراسمو تنظیموونکو څرګنده کړه چې له ۶ زرو څخه ډېر زدهکوونکي د ۷۹ ښوونکو تر څارنې لاندې په منظم ډول د زینیتسا د قرآني ښوونځیو په پروګرامونو کې برخه اخلي، چې دا د مسلمانې ټولنې په ژوند کې د دې تعلیمي نظام مهم رول څرګندوي.
دوي همدارنګه ټینګار وکړ چې قرآني ښوونځی یوازې د قرآن کریم د تدریس ټولګي نه ده، بلکې یوه بشپړه روزنیزه اداره ده چې د کورنۍ تر څنګ د داسې نسلونو په روزنې کې برخه اخلي چې ښه اخلاق، مسؤلیت منل او دیني پوهاوی ولري.
د یادونې وړ ده چې Zenica د بوسنیا او هرزګوینا له سترو ښارونو څخه دی او د هېواد په مرکزي برخه کې موقعیت لري. دغه ښار یوه فعاله مسلمانه ټولنه لري او د بوسنیا د اسلامي ټولنې اړوند ګڼ شمېر دیني او تعلیمي بنسټونه پکې فعالیت کوي چې د ځوان نسل تعلیم او تربیې ته ځانګړې پاملرنه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4357169